ورزش

د كينيا هېواد د كركټ ټيم پر وړاندې د افغانستان د ملي ټيم د لوړ برياليتوب او د ۲۰۱۵ نړيوال جام سياليو ته د افغانستان د لارې موندنې په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې د مباركۍ پیغام :

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٣ :
د كينيا هېواد د كركټ ټيم پر وړاندې د افغانستان د ملي ټيم د لوړ برياليتوب او د ۲۰۱۵ نړيوال جام سياليو ته د افغانستان د لارې موندنې په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې د مباركۍ پیغام :
د ملي شورا مشرانو جرګه د كينيا هېواد د كركټ ټيم پر وړاندې د افغانستان د ملي ټيم لوړ برياليتوب او د ۲۰۱۵ ميلادي كال نړيوال جام سياليو ته د افغانستان لار موندل د هېواد د ورزش په برخه كې يو لوي برياليتوب ګڼي او د دې بريا له امله د افغانستان د كركټ د ملي ټيم غړو ، ورزشي ټولنې ، د افغانستان كركټ بورد او د هيواد خلكو ته د زړه له كومې مباركي وايي . د ملي شورا مشرانو جرګه ، د دغې ملي ټيم د لوبغاړو ګټور كوښښونه چې وتوانېدل د عربي اماراتو د شارجې په ښار كې په خپلو كينيايي حريفانو برلاسي شي او د ۲۰۱۵ نړيوال جام سياليو ته چې په استراليا كې په لاره اچول كيږي ، لار ومونده ستاينه كوي او په نړيوالو سياليو كې د دوي د وروستيو برياليتوبونو دعا كوي . مشرانو جرګه د حكومتي ادارو څخه يو ځل بيا غوښتنه كوي چې په هېواد كې د ورزشي پرله پسې لاسته راوړنو د ساتلو او پراخوالي له پاره خپل پام واړوي او د كركټ ورزشكاران چې په لوبو كې برخه اخلي ، ملاتړ وكړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته