مزارشريف باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
د هېواد په شمال کې د تېرکا ل په بهيرکې د طالبانو منصوري عمليات له ماتې سره مخامخ شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ دغه ټکى د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبين چې د بلخ ولايت له سيمه ييزو رسنيو سره يې خبرې کولې بيان کړ او ويې ويل چې په ١٣٩٦ هجري لمريز کال کې د هېواد په شمال کې د طالبانو د منصوري په نامه عمليات له ماتې سره مخامخ شوي دي او نوى هجري لمريز کال د امنيتي ځواکونو لپاره يو مهم او ګټور کال دى .
ده زياته کړه چې، امنيتي ځواکونو د هېواد د شمال په حوزه کې د ١٣٩٦ هجري لمريز کال کې وکولاى شول چې دطالبانو دمنصوري عملياتو موخې چې دهېواد له مرکز او جنوب سره دشمال دلويو لارو بندول و ، شنډکړي .
جنرال مبين وويل چې څه دپاسه ٥٠٠ تنه داعشيان د بهرنيانو په لارښوونه د جوزجان ولايت د درزآب او قوش تيپې په ولسواليو کې په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت دي چې امنيتي ځواکونو وکولاى شول د هغوى په سنګرونو په بريدونو سره دهغوى ګڼ شمېر مشران له منځه يوسي . پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل