کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٦
د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوليتخنيک پوهنتون د استاد ډاکتر محمد هادي محقق د مړينې خبر ورکړ.
په هغه پيغام کې چې د دغې ادارې له خوا باختر آژانس ته رسيدلى دى؛ ويل شوي دي: په ژورې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې د کابل پوليتخنيک پوهنتون استاد ډاکتر محمد هادي محقق پرون وفات شو.
دغه راز په دغه پيغام کې د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوليتخنيک د پوهنتون د مشرتابه هيئت دخپلې غمشريکۍ او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته څرګنده کړي دي.
سيدمحمد هادي محقق د سيدمحمدشاه زوى په ١٣٤٤ کال کې په عراق کې د هجرت په ټاټوبي کې وزيږيد او د ښوونځي دولسم ټولګي يې په دغه هيوادکې په برياليتوب سره پاى ته ورساوه.
دى په١٣٧١کال کې د عراق د بغداد د تکنالوژۍ پوهنتون دکمپيوټرساينس له ديپارتمنت څخه د ليسانس په درجه فارغ شو او په ١٣٨٦ کال کې د امريکا د کنتاکي له ايالتي پوهنتون څخه په اعلى درجه د کمپيوټر ساينس له څانګې څخه د ماسټر په سويه فارغ شو.
پوهنيار سيد محمد هادي محقق د ١٣٥٧ کال د لړم د مياشتې له لسمې نيټې څخه تراوسه پورې د کابل پوليتخنيک د پوهنتون دکمپيوټر د انجنيرى او انفورماتيک په پوهنځي کې دنده ترسره کړه او د دغه پوهنتون د يو زيات شمېر محصلانو په روزنه کې يې ارزښتناک رول لوبولى دى.
1 1 دقیقه لوستل