کابل باختر دچنګاښ يو ديرشمه :
دشخصي اکمالاتي کاروانونو دتيلو يوه ټانکر نن دپروان ولايت دچيکل په ساحه کې اور واخيست .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالحنان کوهستاني باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دتيلو دغه ټانکرته له مقناطيسي ماين څخه په استفادې سره اور اچولى دى .
کوهستاني زياته کړه دغه راز دتيلو يوبل ټانکر نن له غرمې وروسته دڅلوروبجو په شاوخوا کې دچاريکاروښار په شمال کې اور واخيست .
ده وويل دغه ټانکر ته هم له مقناطيسي ماين څخه په استفادې سره اور اچول شوى دى .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دويندوى دڅرګندونو له مخې، داور وژنې کارکوونکو وکولاي شول دلګيدلي اور دپراختيا مخه ونيسي او په ټانکرونوکې لګيدلي اور په خپل وخت کنترول کړي .
په دغو دوو پيښو کې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
0 1 دقیقه لوستل