امنیت

په پروان کې يوه ډيپو کشف شوه

کابل باختر دوري دمياشتې ٨:
د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو د پروان ولايت دجبل السراج ولسوالۍ دتګلر دکلي  په مربوطاتوکې د ډاراچوونکو د وسلو او مهماتو يوه ستره ډيپو کشف کړه.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په  دغه ډيپوکې ٣٩ ډول  ډول تومانچې،١٠ کلاشينکوفونه، نهه ګرينوفونه،  دوه ام _ ٤  وسلې  او دتومانچې او کلاشنيکوف شل زره ګولۍ ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته