امنیت

د چمتال بېځايه شوې کورنۍ په بد حالت کې دي

مزارشريف باختر دزمري دمياشتې ديرشمه   :
څه ناڅه زر کورنۍ د بلخ ولايت له چمتال ولسوالۍ څخه د وروستيو جګړو له امله له خپلو کورونوڅخه بېځايه شوې دي.
له بلخ ولايت څخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :  
بيځايه شوې کورنۍ په بد حال کې دي او له دولت څخه غواړي چې له دوى سره د لومړنيو توکو مرسته وکړي.
د چمتال ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى سيدعلي  وايي:  د مشرانو ترمنځ اختلافات په  چمتال کې د جګړې اصلي علت دى، خو ستونزې يې بېګناه خلک ګالي. 
دى وايي: موږ د طالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړې شاهدان وو.طالبانو له خلکو څخه اوبه، ډوډۍ او د ځاى غوښتنه کوله، زموږ ماشومانو خوب نه درلود، موږ مجبوره شوو چې له خپلو کورونو څخه ووځوو.
يوه بوډايه ښځه زرمينه چې له خپلو لمسيانوسره له خپل کورڅخه بېځايه شوې ده، وايي: د خداى په  خاطر  زموږ سيمه آرامه کړئ، زموږ ماشومان له لوږي څخه مړي.
د چمتال يو بل اوسيدونکى ذبيح الله وايي: دوه ورځي کيږي چې دلته راغلي يوو، هيچا له موږ سره مرسته نه ده کړې.
دى له  حکومتي مقاماتو څخه غواړي چې د دوى د سيمو امنيت ډير ژر تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته