ټولنه

په ننګرهارکې له پنځه سوه کورنيو سره مرسته وشوه

 جلال آباد باختر دغويي دمياشتې  ٢٨ :
له پنځه سوه راستنې شويو او اړو کورنيو سره په ننګرهار ولايت کې نغدي مرسته وشوه.
په دې پړاو کې په هرې کورنۍ نغدې پيسې او خوراکي توکي د نړۍ د خوړو د سازمان او د (اس.سي.آى) بنسټ له خوا د ننګرهار د مهاجرينو او راستنولو د چارو رياست له لارې ويشل شوي دي.
د ننګرهار د مهاجرينو او راستنولو د چارو رييس غلام حيدر فقيرزي باختر آژانس ته وويل: دغه پنځه سوه کسان اړې کورنۍ او هغه کسان دي چې نوې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
ده تاييد وکړ چې د مرستو په دې دوره کې په هرې کورنۍ نغدې پيسې او خوراکي توکي ويشل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته