امنیت

غير مسوولو وسله والو کسانو يو ځوان وواژه .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
دپروان په ولايت کې دغير مسوولو وسله والوکسانو دنښتې په پايله کې يو تن ووژل شو او دوه  تنه نور  تپيان  شول .
  جګړه نن غرمه دپروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې د موټرو دترميم په يوسراي کې ونښته .
دپروان ولايت دپوليسو يو مقام ضيا الرحمن سيدخيلي  دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې  په دې وسله واله نښته کې دجواد په نامه  يو ځوان ووژل شو او دوه تنه لارويان ټپيان شول .
دسيد خيلي دڅرګندونو له مخې، يرغلګر مجيب نوميږي او پوليس يې په لټه کې دى، ددغې مرګاني نښتې اصلي انګيزه شخصي  دښمني بلل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته