امنیت

نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٣
د ملي پوليسو ځواکونو د هيواد په اتو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٤٩ تنه ډار اچوونکي ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د کاپيسا ، تخار، کندز، قندهار، روزګان، غزني، پکتيا او د پکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې په بهيرکې يې ٤٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٠ تنه نوريې ټپيان شول.
له بله پلوه، د ملي پوليسو ځواکونو د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يو ماين د چاودنې مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته