سیاست

محمد يونس قانوني دکابل ښار او دنورو ولايتونو له يو شمر شخصيتونو مشرانو اومنورينو سره وکتل .

کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې وروسته دکابل  ښار او دهيواد دولايتونو له يوشمير شخصيتونو مشرانو او مخورو سره  په جلا جلا توګه دخپل کار په دفتر کې  وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دهيواد دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دغوکتنوکې په هيواد کې اوسني حالت اودې ته په پاملرنې سره  چې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو ترسره کولو ته  يواځې دوه ورځې  پاتې دي ، دکتنې له برخه والو څخه يې  وغوښتل چې دراي ورکولو په مرکزونوکې په پراخ  ګډون سره  دې دافغانستان دخلکو ددښمنانو هيلې  په اوبو لاهو کړي او وښيي چې زموږ خلک هيله لري  چې خپلو بچيانو ته روښانه راتلونکي  په ميراث پريږدي 
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  وويل چې دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو په دوران کې دخلکو  پراخې  غونډې ددې څرګندوي دي چې انشا الله موږ دخلکو په پراخ ګډون سره ښه انتخابات په مخ کې لرو چې کيداي شي  زموږ هيواد اوزموږ خلکو ته دثبات ،ملي وفاق او دنوي راتلوونکي په لور ديون لپاره دپيوستون  زيرې ورکړي .
په خبر کې ويل شوي دي چې دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دغو کتنو کې دکابل ښار له يو شمير پوهانو اوروښانفکرانو  ، دهيواد دپارلمان له غړى  حاجي الماس او دده له يو شمير ملګرومشرانو اوسپين ږيرو دشهيد مولانا سيد خيلي اودمولوي غلام محمد جويا دټولنيزې اتحاديې  له يو شمير غړو او دلرغونې هيواددفرهنګي ، ټولنيز او  خدماتي بنسټ په استازيتوب له څو تنو نورو سره وکتل اوله هغوى سره يې په هيوادکې دمهمو روانو مسئلو په باب  خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته