سیاست

تبصره

کابل باختر د کب دولسمه :
ټاکل شوې ده دافغانستان جمهور رييس په ډير لنډ ممکن وخت کې نوې څيرې دانتخاباتي کميسيونونو دکميشنرانو په توګه وروپيژني  ايا نوي کميشنران به وکولاى شي  ددغو کميسيونونو په نسبت له لاسه وتلي اعتماد بيا اعاده کړي ؟
دباختراژانس مفسر ليکي: جمهور رييس محمد اشرف غني به په ډير لنډ ممکن وخت کې دانتخاپاتي کميسيونونو لپاره نوي کميشنران وګوماري.
دانتخاباتي کميسيونونو دکميشنرانو په توګه دنويو څيرو ګومارنه تيک  په داسې وخت کې  کېږي چې دغه دواړه کميسيونونه  له  خلکو له بې سارو بې باوريو سره مخامخ دي
هغه پارلماني انتخابات چې دروان کال دتلې دمياشتې په  ٢٨ نيټه ترسره شول  له هغه وخت څخه تراوسه پورې کابو پنځه  مياشتې  تيرېږي خو دهغو له وروستيو پايلو څخه کوم خبر نشته  داپه داسې حال کې ده چې داساسي قانون له صراحت سره سم بايد دملي شورا نوې دوره دکب دمياشتې په پنځلسمه نيټه په کار پيل وکړي اودجمهوري رياست ارګ ټينګار کړى دى چې دملي شورا نوې دوره په نويو څيرو سره خپل کار پيلوي .
نو داوسنيو ناخوالو په شتون کې سخته  ده چې موږ په نوي ترکيب سره دملي شورا دنوې دورې  دکار دپرانستلو شاهدان واوسو ستونزه په دې کې ده چې دانتخاباتي  کميسيونونوکار  په تيرو وختونو کې دکمزوري مديريت او ادارې له تشې  سره مخامخ و او داکار دپارلماني انتخاباتو دوروستيو پايلو په اعلام  کې دځنډ سبب شوى دى
دانتخاباتي کميسيونونو پخواني کميشنران دمديريت د کمزورتيا  او له وظيفوي   واکونوڅخه دناوړې  استفادې په دليل له کار څخه ګوښه کړى شول او همدا اوس په لويه څارنوالى کې تر پوښتنې او څيړنې لاندې دي .
دمديريت  تشې او داداري کمزورتيا انتخاباتي کميسيونونه ته سپک هويت وربخښلى دى اوخلک يې سخت ناهيلې او بې واره کړي دي او انتخاباتي کميسيونونو خپل اعتبار له لاسه ورکړى دى .
خو اوس چې انتخاباتي کميسيونونه به خپل کار له نويو کميشنرانو سره تعقيب کړي او دنويو کميشنرانو دنده ده چې ددغو کميسيونونو له لاسه وتلي اعتبار بيا اعاده کړي .
دجمهوري رياست دويم مرستيال  استاد سروردانش په خپلونويو  څرګندونو کې ويلي دي هغه کسان چې دانتخاباتي کميسيونونو دنويو کميشنرانو په توګه ورپيژندل کېږي بايد ددموکراسۍ  دساتنې دخلکو درايو دقانون دتطبيق او په راروانو  انتخاباتو کې دشفافيت دتامينولو په باب ځواب ورکوونکي وي او دهغه اعتماد درناوي وکړي چې سياسي ګوندونو مدني ټولنې او دجمهوري رياست دانتخاباتو نوماندانو په هغوى کړى دى ))
نو دنويو کميشنرانو لومړى خبره او لومړى حرکت اعتماد جوړونه ده .  چې دانتخاباتي کميسيونونو په نسبت دخلکو باور بيا اعاده کړي  هير دې نه شي  چې انتخابات ددموکراسي يو ارزښت  دى
او بايد  دغه ارزښت  دنه اغيزمنتوب په شتون کې  خپله مانا له لاسه ورنه کړي دموکراسي دولسواکو  نظامونو بنسټ او ستن دى نو لازمه ده چې دموکراسي  دسليقې ، دګټې غوښتوونکو غوښتنو او دسمتي اوژبنيو اړيکو تر سيوري  لاندې اغيزمن نه کړو بلکې دملي وحدت او په کار او هېواد دمينې په روحيه کې هغه پياوړي کړو .
  ختم- عطاالله _ اکرم
                                  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته