ټولنه

د هوا پوهنې او هوايي چلند ١١ تنه کارکوونکي ترکيې ځي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
ټاکل شوې ده د هېواد له بېلابېلو ولايتونوڅخه د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د هوا پوهنې رياست ١١ تنه کارکوونکي په يوه روزنيز پروګرام کې چې په ترکيه کې جوړيږي؛ دغه هېوادته لاړ شي.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې په هغې خبرپاڼه کې چې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملياتي مرستيال محمود شاه حبيبي په داسې حال کې چې د هوا پوهنې رييس سيد رضا موسوي هم حاضر و؛ د ترکيې په لور له سفر مخکې له دغو کارکوونکو سره وکتل او د هوايي چلند د موضوعګانو د مسئلو په باب خبرې وکړې.
حبيبي د هواپوهنې رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې له خپلو ټولو ځواکمنيو سره په هغو مسئلو او موضوعګانو کې چې زده کوي يې؛ ښه استفاده وکړي او وروسته هغه د هېواد د هوا پوهنې په برخه کې په عمل کې پلي کړي.
ده ټينګار وکړ: موږ ټول د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې په هره برخه کې دنده لرو چې له هغو علمي او کاري فرصتونو څخه چې برابريږي؛ خلکو او هېواد ته د خدمت په برخه کې استفاده وکړو .
په دې کتنه کې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د ظرفيت د لوړولو د نورو پروګرامونو په باب چې د هوا پوهنې د نړيوال سازمان (ډبليو.ام. او) په همکارۍ د هواپوهنې د برخې کارکوونکو ته به جوړ شي؛ هم خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده چې دغه کارکوونکي به له ستنيدو وروسته زموږ د هېواد په هوايي ډګرونوکې له نويو ميتودونو څخه په استفادې سره خپلې دندې د هوا پوهنې د نړيوال سازمان له معيارونو سره سمې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته