خبرونهټولنه

په غزني او لوګر کې پر ۱۸۰۰ اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې

 کابل، د زمري، ۱۸ مه، باختر

په غزني کې د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې نن د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ پر ۱۵۰۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې ده.

د غزني د کلیو او پراختیار رئیس مولوي محمد قاسم امیني باختر آژانس ته وویل، چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، مالګه او ۶ کیلو دال ووېشل شول.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت سرې میاشتې ریاست د ترکیې په مالي ملاتړ د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ پر ٣٠٠ سېلاو ځپلو کورنيو باندې خوراکي توکي ووېشل.

د لوګر د سرې میاشتې د رسنیو مسوول خان ولي احمدزی وايي، چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ  50 کیلو اوړه، 10 لیتره غوړي، 6 کیلو خرما او یوه بسته خوراکي توکي ووېشل شول.

صدیقی

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا