امنیت

په بدخشان کې دماين دچاودنې له امله يوه ښځه شهيده شوه .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
دبدخشان ولايت  په يوه  واټ کې نن دماين دچاودنې له امله يوه ښځه شهيده او دوه تنه سيمه ئيز پوليسان ټپيان شول .
دبدخشان دوالي وياند نيک محمد نظري دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه ښځه ددغه ولايت دخاش ولسوالۍ په شهران کلي کې  دماين دچاودنې له امله شهيده شوه .
ده څرګنده کړه چې په دې چاودنه کې دوه تنه سيمه ئيز پوليسان هم ټپيان شوي دي .
نظري وويل چې دغه ماين  دوسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته