
کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
په غزني او غربي نورستان کې د WFP سازمان له لوري پر اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د غزني د کلیو بیا رغوني او پراختیار رئیس باختر آژانس ته وویل، چې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان له خوا پر ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو مرسته ووېشل شوه.
د یو بل خبر له مخې په نورستان کې هم د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د RRDPO موسسې په تخنيکي همکارۍ پر ۱۸۲۵ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
دا په داسي حال کې ده چې تېره اونۍ هم د غزني په خواجه عمري، اجرستان او مقر ولسوالیو کې د یاد سازمان له خوا مرسته وېشل شوې وه.
صدیقي