اقتصاد

له قندهار څخه هند ته ۴۰ ټنه وچه او لنده ميوه ولېږدول شوه

قندهار باخترد وږي د میاشتې ۲۶ مه
د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو بله الوتکه هم له قندهاره څخه د ډیلي پر لور روانه شوه .
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منيب وويل باختر ژانس ته وويل چې، د جمهور رېیس  د حکم سره سم د افغانستان او هند تر منځ د وچې او لندې ميوې صادرات خورا ښه روان دي.
د ده په خبره، د افغانستان- هند هوايي سوداګريز دهلېز چې څو ورځې مخکې د جمهورېیس او یو شمېر نورو چارواکو له خوا پرانیستل شوى، د ټول هېواد، په ځانګړې توګه د قندهار د سوداګرو لپاره ښه زېری دی، ځکه دغه ولایت او حوزه د هېواد په کچه د وچې او لندې مېوې لوی مرکز ګڼل کېږي.
دی وايي، په دې توګه به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري او اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
منيب ټینګار وکړ چي سوداګر باید د مېوو بسته بندۍ او د مېوو کیفیت ته ډېر پام وکړي او له نړیوال معیار سره یې سم کړي.
د هوايي ډګر رېيس احمد الله فيضي بيا وول چې د وچې او لندې مېوې د صادرولو لپاره یې په هوايي ډګر کي هر ډول تخنيکي اسانتياوي برابري کړي او ورځ تر بلې په دغه برخه کې پرمختګ هم کېږي.
د يادولو وړ ده، چې دا ځل د مرکز کابل څخه يو درې کسيز پلاوی هم فندهار ته تللی وو،څو هند ته د وچې او لندې مېوې صادرات له نژدې وګوري، دلته د سوداګرو او نورو اړوند کسانو ستونزي واوري او د حل لپاره يې هڅې ترسره کړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته