کابل باختر دوري دمياشتې ١٠ :
په داسې حال کې چې د انتخاباتي مبارزو پاى ته رسيدو ته لنډې ورځې پاتې دي؛ د جمهوري رياست يوشمېرنوماندانوهم خپلوانتخاباتي مبارزو ته دوام ورکړ او خپل کاري پروګرامونه يې خلکوته بيان کړل.
دباختر آژانس دخبرله مخې: د جمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن په قندهار ښارکې د خپلو ملاتړو په غونډه کې وويل چې په امنيتي بنسټونو بريد به د رايو ورکولوصندوقونو ته د خلکو د يون خنډ نه شي او که چيرې په انتخاباتو کې بريالي شي؛ د هيواد د بيا جوړولو او د امنيت د تامينولو لپاره به هڅه او هاند وکړي.
په همدې حال کې ډاکترزلمي رسول په هرات ولايت کې د خپلو پلويانوپه غونډه کې وويل: د برياليتوب په صورت کې به په دغه ولايت کې نامنۍ لرې کړي او له زبرځواکي سره به جدي مبارزه وکړي او د ښځو د حقوقو تامينولو ته به پاملرنه وکړي.
دغه راز دجمهوري رياست بل نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي نن په هرات کې د خلکو په غونډه کې وويل: د برياليتوب په صورت کې به د هرات ولايت د سوداګرۍ او صنعت په مرکز بدل کړي او په بادغيس کې به يو بل تجارتي بندر جوړ کړي.
دجمهوري رياست انتخاباتي مبارزې به د روان کال د وري د مياشتې په ديارلسمه نيټه پاى ته ورسيږي.
0 1 دقیقه لوستل