ټولنه

دامام حسين (ع) پاڅون دباطل پرخلاف دحق دجګړې څرګندوى و.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢

دامام حسين (ع) پاڅون يو داسې الهي پاڅون و څومره چې زمانه تيريږي زيات ځلا پيدا کوي او زده کړې يې لاپسې روښانه کيږي.

دباختر آژانس دخبرله مخې : امام حسين (ع) دهغو بدعتونو په وړاندې چې يزيد پيدا کړى و د دين د ارزښتونو دساتنې په خاطر پاڅون وکړ.ناسم بدعتونه په خپله په اسلامي ټولنه کې دانحراف  سبب شوى و په همدې مقصد اسلامي ټولنه له خپل اصلي تګلوري څخه  بې لارې شوې وه او اساسي اصلاحاتوته يې اړتيا لرله.

له همدې امله امام حسين (ع) د زمانې خليفه ګانوته بيعت ونه کړ چې دغه بې لاريتوب په ډاګه کړي.

په دې لاره کې امام حسين (ع) په خپل پاڅون سره په بيلابيلو سيمو کې انسانانو ته يو لړ پيغامونه وړاندې کړل ، د آزادۍ پيغام چې آزادي داخلاقو له قيد او بند څخه دخلاصون مانانه لري بلکې آزادي دظلم تر بار لاندې نه تلل دي .

دامام حسين (ع) پاڅون دهغې سترې فلسفې الهام بخښوونکى دى چې بايد ذلت ته تسليم نه شي

امام حسين (ع) دعاشورا د پيښې په بهير کې دمحوري عزت په ډاګه څرګندوى دى.

امام حسين (ع) دکربلا په لور له روانيدو مخکې خپلو يارانو ته وويل چې هيڅکله ذلت ته غاړه نږدي.

دامام حسين (ع) مکتب داسناني کرامت او عزت پربنسټ ولاړو.

امام حسين (ع) داسلامي دمبين دين داصولو د احياکولو لپاره دخپل ځان او دخپلو يارانو دسر په بيه مبارزه وکړه .

د دين مشرانو د دين دپاک ساتلو په خاطر خپله وينه تويه کړه خو په اوسنيو شرايطو کې دتاج او تخت تږي  له دين څخه دوسيلې په توګه په استفادې اوپه ناوړه تعبير سره غواړي دهغو ناوړو هدفونو په لټه کې وي چې داسلامي له مبين دين سره هيڅکله اړخ نه لګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته