کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
يوه تنکي ځوانه نجلۍ په زابل ولايت کې د يو کس له خوا ووژل شوه .
زده کوونکې ستاره پرون کله چې ښوونحي ته روانه وه؛ د يوه ځوان له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شوه .
يرغلګر هم ځان په ډزو سره وواژه.
د زابل ولايت د پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل: يرغلګر محمد نعيم نوميده او هغه د زده کوونکې ستارې له وژلو وروسته ځان هم په ډزو سره وواژه.
ده وويل: په دې باب دپوليسو څيړنې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ