ټولنه

د ٥٩٧ ټولګټو پروژو کار بشپړ شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دسمنګانو ولايت دمرکز او پنځګونو ولسواليو په کچه په تيرو څلورو کلونو کې دملي پيوستون دپروګرام ٥٩٧ پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست د پروګرامونو آمر سيدمحمد محمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل:- چې دغه پروژې دملي پيوستون دپروګرام له دويم دورې څخه دي چې ددغه ولايت دمرکز او پنځګونو ولسواليو په کچه د دولت له بودجې څه د ٩٠٠ ميليونو افغانيو په لګښت تطبيق شوي دي.
محمدي زياته کړه : ٧٣ پروژې دحضرت سلطان په ولسوالۍ کې ،٢٧ پروژې دفيروز نخچير په ولسوالۍ کې ،٦٩ پروژې دخرم سارباغ په ولسوالۍ کې ، ١٣٣ پروژې د بر دره صوف په ولسوالۍ کې ، سل پروژې د کوز دره صوف په ولسوالۍ کې او ١٩٥ پروژې هم دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو کې تطبيق شوي دي.
ديادونې وړ ده :-چې د ٥٩٧ پروژو دکار په بشپړيدو سره په سمنګانو ولايت کې دملي پيوستون دويمه دوره هم په رسمي ډول پاى ته ورسيده او ځاى يې دهيواد والى د ميثاق په نامه نوى پروګرام ته ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته