امنیت

دوه تنه په لوګر ولايت کې ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
په  لوګر ولايت کې  دوسله والو طالبانو له خوا يوه ښځه او يو نارينه  ووژل شول.
دلوګر دوالي وياند سليم صالح دباخترآژانس خبريال ته وويل  : دغه دوه تنه دلوګر ولايت دمحمداغې ولسوالۍ دآببازک  حوزې  دحميدکلي په سيمه کې ددولت دوسله والو  مخالفينو له خوا دنامشروع اړيکو په تور ووژل شول.
دلوګر د والي وياند زياته کړه  چې دوژل شويو کسانو مړي  په دغې سيمه کې  دسيمې داوسيدونکوله خواموندل شوي دي او تراوسه ددغو وژنواصلي علت نه دى څرګندشوى.
دپوليسو څيړنې په دې باب پيل شوې دي.
تيرکال هم دمحمدآغې په ولسوالۍ کې ديوې ميرمنې  مړى ترلاسه شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته