فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې دهشت صبح ورځپاڼه وکتله .

کابل باختر دسلواغۍ شپږمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  نن دهشت صبح ورځپاڼه  وکتله .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو معينې دهشت صبح ورځپاڼې  د رسانه يي  خدمتونو له امله په قدرداني سره وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينيت درسانه يي کار او په اطلاعاتو دلاسبري دلاښه والي په لاره کې دخصوصي او دولتي رسنيو ترمنځ په همکارۍ خوشبين دى .
پوهنيارې مصطفوي  درسانه يي کار په پراختيا باندې په ټينګار  سره وويل چې په دولتي رسنيو کې  په اساسي بدلونونو هوډمنه ده .
په دې کتنه کې  په داسې حال کې چې ددولتي ورځپاڼو رييس ډاکتر شمس الحق ارينفر ، دانيس ورځپاڼې  مسوول احمد شاکر ضربي  اوداصلاح ورځپاڼې  مسوول دادمحمد  عنابي هم برخه لرله درسنيو ترمنځ  دهمکارۍ په پراختيا باندې ټينګار وشو .
دغه راز  په دې کتنه کې ددولتي ورځپاڼو رييس وويل چې رسنۍ  په يوه هېواد کې يوه روښانه هنداره  ده اوبايد په رسانه يي کار او دپيښو او حقايقو په منعکس کولوکې په دقيقه  او کره توګه  پاملرنه وکړي .
په دې کتنه کې دهشت صبح ورځپاڼې  مسوول پرويز کاوه د  ورځپاڼې دبهير او دکارکوونکو دشمير ، مالي منابعو او دهغو مالي ستونزو په باب  چې په دې وروستيو وختو کې رامنځته شوي دي  ولايتونو ته دخبر رسولو دڅرنګوالي او دامنيتي ستونزو په باب خبرې وکړې اوله حکومت څخه  يې وغوښتل چې دهېواد درسانه يي کارکوونکو دامنيت دتامينولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته