کابلباختر د مرغومي د مياشتې ٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت داجرائیه ریاست د دفتر رئیس عبدالقهار عابد او ویاند ډاکټر مجیب الرحمن رحیمي نن په کابل کې د هیواد د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکي محمد یوسف کارګر پوښتنې ته ورغلل.
ښاغلی کارګر په دې وروستيو وختوکې خپل کور ته څېرمه د نامعلومو کسانو لخوا په چړو وهل شوی او دا مهال د کابل په یوه روغتون کې بستر دی.
د اجرائیه ریاست د دفتر رئیس او ویاند له ښاغلي کارګر څخه د لیدنې پرمهال د هغه کورنۍ او دوستانو ته د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او د خدای (ج) له درباره یې ده ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ