امنیت

دملي امنيت شورا په ننګرهار کې دتروريستانو دځپلو په دوام ټينګار کړى دى

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٩  :
دملي امنيت شورا په ننګرهار ولايت کې  دتروريستانو دځپلو په دوام ټينګار کړى دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر   دويډيو کنفرانس له لارې دننګرهار ولايت  له سيمه ييزو مسوولينو اوپوځي مقاماتو سره خبرې کړې دي او دوى ته يې لارښونه کړې ده  چې له پخوا زيات په دغه ولايت کې دتروريستانو دځپلو په لاره کې هڅه او هاند وکړي.
اتمر لارښوونه کړې ده چې دننګرهار ولايت  په بيلابيلو سيموکې دې دداعشيانو 
او طالبانو په سنګرونو هوايي بريدونو اوپوځي عملياتو ته  په خپل قوت سره
دوام  ورکړي.
په دې ويډيو کنفرانس کې دننګرهار ولايت سيمه ييزو مقاماتو اومسوولينو  له تروريزم سره دمبارزې دبهير دجزئياتو اوپه دغه ختيځ ولايت کې دتروريستانو په سنګرونو دپوځي عملياتو او هوايي بريدونو د جزئياتو په باب  رپوټونه وړاندې کړل او ويې ويل ؛   چې وسله وال طالبان او داعشيان دسر ددرندو زيانونو په  زغملو سره پاکستان ته تښتيدلي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته