امنیت

د هېواد په ختیځ کې د نشه يي توکو د پېر او پلور په اړوند درې تنه نیول شوي دي

جلال اباد/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۱۹مه
د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار او د دغه ولایت په شینوارو او بهسودو د ولسوالیو په مربوطاتو کې درې تنه له ۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکو سره نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې په ترلاسه شویو نشه يي توکو کې چرس، اپین او د (کا) ټابلیټونه شامل دي چې په تړاو یې درې تنه هم نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه نشه يي توکي پرون د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته