امنیت

د ډار اچوونکو له شتون څخه د زابل ولايت د پاکولو لپاره د عملياتو دوام

قلات ښار/ باختر دثور ٢٨:
د وسله والو طالبانو له شتون څخه د زابل ولايت د پاکولو لپاره پوځي عمليات  دوام لري .
  پوځي مسوولين ډار اچوونکو ته د درندو زيانونو د اړولو او د يرغلګرو له شتون څخه د څوکليو د پاکولو خبرې ورکوي .
په دغو عملياتوکې چې د زابل ولايت په ځينو سيموکې دوام لري، لسګونو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په نويو اقداماتوکې په صفا ښار او د قلات ښار په شاوخواکې اوولس کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
په زابل ولايت کې يو امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو پوځي عملياتو په بهيرکې تر اوسه پورې پنځه ديرش تنه ډار اچوونکي وژل شوي او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ده وويل چې پوځيانو وکولاى شول په دغو پوځي عملياتوکې په لسګونوکلي د ډار اچوونکو طالبانو له شتون څخه پاک کړي .
ويل کيږي، دغه عمليات د زابل ولايت په ځينو سيموکې دغه راز دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته