نړۍ

امريکا خپل سفارت په يمن کې وتاړه .

صنعا  باختر د ثور اتلسمه :
  دامريکا دولت اعلام وکړ چې په يمن کې ددغه هيواد سفارت  دامنيتي دلايلو له مخې په موقتي توګه تړل کيږي
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياند جن ساکي دتوييتر په ټولنيزه شبکه کې وويل چې واشنګتن  ديمن په پلازمينه  صنعا کې خپل سفارت  په دغه هيواد کې دلويديځ والو  دګټو په خطر کې دلويدلو له امله  په موقتي توګه تړي .
دغه وياند څرګنده کړى  چې په يمن کې دلويديځوالو په گټووروستيو بريدونوته  په پاملرنې سره  موږ په موقتي توګه په صنعا کې خپل سفارت تړو .
ده ټينګار وکړ دسفارت له تړل کيدو سره سره امريکا ديمن ددولت ملاتړ کوي اوپه دغه هيواد کې درښتينو اصلاحاتو  د تحقق لپاره فعاليت کوي . 
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياند په يمن کې  ددغه سفارت دبيا پرانستلو وخت ته اشاره ونه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته