سیاست

د مبارکۍ پيغامونه

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د هېواد د نورو مشرانو او د افغانستان د ټول ملت په نامه د ١٣٩٥ هجري لمريز کال د را رسيدو په مناسبت باختر آژانس ته د مبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي .
په دغو پيغامونوکې د دې ترڅنګ چې د نوي هجري لمريز کال په مناسبت د هېواد مشرتابه ته مبارکي ويل شوې ده؛ نوى کال د افغانستان د پريمانى، سولې او د ملي روغې جوړې، د جګړې د پاى ته رسيدو او په ټولو ناخوالو د افغانستان د خلکو د برياليتوب د کال هيله شوې ده او له دښمنانو څخه غوښتل شوي دي چې د پرديو د اسارت کړۍ لرې او د خپل هېواد او خلکو په فکرکې شي.
دغه راز په پيغامونوکې ويل شوي دي: د نوي پسرلي په نوي کار، هېواد ته په نوي تړون او د خلکو د آرامۍ په خاطر هرکلى کوو.
دغه پيغامونه د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس د فوق العاده استازى احمد ضيا مسعود، د جمهور رييس د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر، د ټولګټو هېوادونو په چاروکې د جمهور رييس د سلاکار محمد شاکر کارګر، د ملي دفاع، فوايدعامې، سوداګرۍ او صنايعو، کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارتونو د مشرتابه هيتونو، د کابل د والي، د بدني روزنې او سپورت رياست د رييس او کارکوونکو، د کابل د طبي پوهنتون د رييس او او مشرتابه هيئت، د احصايې د مرکزي ادارې د مشرتابه او د نورو ټولنيزو او فرهنګي مرکزونو د مشرتابه هيتونو له خوا را رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته