متون باختر د لړم ۲ مه
د خوست د ولایتي ادارې مسوولینو،د ولسي جرګې لومړى مرستیال،قومي مشرانواو دیني عالمانو په دغه ولایت کې د قندهار او هلمند ولایتونو د وروستیو خونړیو پېښو شهیدانو پسې د قران کریم د ختم ترڅنګ د دعا لاسونه لپه کړل.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
د فاتحې په دې مراسمو کې د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د وروستیو پېښو د شهیدانو د کړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دښمن په دې ډول بریدونو نه شي کولای چې زموږ اراده کمزورې کړي.
حبیبي په ولسونو غږ وکړ چې د ورته بریدونو پر وړاندې بیدار او د دولت سره په دې برخه کې همکاري وکړي ترڅو نور خلک د دغه ډول پیښو قرباني نه شي.
د ولسي جرګې لومړى مرستیال همایون همایون هم د وروستیو پېښو د قربانیانو ترسره کړې کړنې وستایلې او د خدای له دربار څخه یې د هیواد ټولو شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې روغتيا هيله وکړه .پای/وصال