سیاست

تبصره

کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
کابل ته دپاکستان دصدراعظم  نوازشريف  سفر کولاى شي  دسيمه ئيزې همکارۍ او همغږۍ روحيه لاپسې جدي کړي او کولاى شي دسيمې هيوادونو ته ډاډ ورکړي چې له صداقت سره جوخت او دژمنې  په شتون کې کولاى شو سوکالۍ او ثبات ته ورسيږو .
دباختراژانس  مبصر ليکي ، دپاکستان صدراعظم نوازشريف پرون کابل ته سفر وکړ. دپاکستان دحکومت ددغه  جګپوړي  سفر ټيک په داسې وخت کې کيږي چې اسلام اباد او کابل دبنسټپالنې  او تروريزم پرخلاف  دمبارزې په وړاندې ګډ نظر پيداکوي .
دګډ دښمن او ګډ ګواښ په باب  ددواړو مشرانو ټينګار او دغه څرګندونه چې دپاکستان دښمن دافغانستان دښمن او دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دى ، يو داسې  درک دى چې ددواړو هيوادونومشران يې په سيمه کې  د بنسټپالنې او افراطيت  په باب لري.
کابل ته دښاغلي نوازشريف  سفر هغه هم په داسې شرايطو کې  کيږي چې دافغانستان دولت سولې ته درسيدواوله خپلووسله والو مخالفينو سره دسولې دخبرو دبهير دګړندي کولو په مقصد  داغيزمنو هيوادونو په همکارۍ ءحساب  کوي .
په سيمه کې دشتو واقعيتونو په پام کې نيولو سره  ، پاکستان د هغو هيوادونو له جملې څخه دى چې کولاى شي دافغانستان په سوله کې ارزښتناک رول ولري .
دپاکستان په نسبت دافغانانو نظر څرګند ،روښانه اوشفاف دى يوازې  په يوې خبرې  سره غوټه  شوې ده او هغه دسولې د خبرو له بهيرسره دپاکستان صادقانه همکاري ده .
کابل ته دښاغلي شريف سفر په همدې نظر سره تعقيبيږي او په دې برخه کې يولړ هيلې شته .
خو دسياسي کارپوهانو او خلکو دغه څرګندونې چې وايي دښاغلي شريف سفر به يوازې دتکراري ژمنو نوي کول وي، تيرى ژمنې  به نوي شي آن دغه کارپوهان دښاغلي نوازشريف سفر هندوستان  ته دښاغلي غني دوروستي  سفر په وړاندې يو غبرګون بولي ، په داسې حال کې چې دغه شان برداشت کولاى شو دهمکاري په روحيې په نوي کولو او ددې په منلو سره چې د پاکستان خلک دافغانستان دخلکو په شان له تروريزم اوبنسټپالنې  څخه ځوريږي لرې کړو او په سيمه ئيزو ټولنو او له سيمې څخه بهر ټولنو کې دغه ستونزه پاى ته ورسوو .
دافغانستان خلک هيله لري چې کابل ته دښاغلي نوازشريف دوروستي سفر په ګډون دپاکستاني مقاماتو په پرله پسې سفرونوسره هغه نه همغږي او لړزنده سياستونه چې پاکستان په تيرو وختونوکې دافغانستان په وړاندې  لرل خپل ځاى واقعيبنۍ  ته پريږدي . او دغه هيواد خپل راتلوونکى په سيمه ئيز واقعيت سره تعقيب کړي يوازې دحالاتو درک او په دغې مسئلې  باندې دتاييد دمهر لګول چې افراطيت  او تروريزم  ګډ دښمن دى اوبايد دهغه په وړاندې ټول په همغږۍ  سره ودريږى، دهمکارۍ روحيه پياوړي کړي .
اوسني فرصتونه دکار دمناسب اقتصاد درغونې او له بې وزلۍ سره د مبارزې فرصتونه دي چې بايد دغه فرصتونه درک او درناوى يې وکړو وروستى سفر دهمدغو ژمنو په چوکاټ کې وشو چې افغانان يې هرکلى کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته