خبرونهTOPروغتیا

په غزني کې تېر کال ۵۴ نوي روغتیایي مرکزونه  جوړ شوي دي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ریاست د کلني راپور ورکونې په غونډه کې وویل، چې په دغه ولایت کې یې تېر کال ۵۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري په دې غونډه کې وویل، چې دوی له تېر کال را په دېخوا په غزني کې ۵۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.

ډاکټر نظري زیاته کړه، چې یاد روغتیایي مرکزونه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړ شوي، چې خلکو یې روغتیایي آسانتیاوو ته لارسرسی نه درلود.

ډاکټر رسول خان نظري وویل، چې  اوسهمال د دغه ولایت په ۱۹۶ روغتیایي مرکزونو کې ۱۵۸۲ ډاکټران او روغتیایي مسلکي کارکوونکي ولس ته روغتیایي خدمتونو وړاندې کوي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا