کابل باختر دلړم دويمه :
دغزني ولايت دپوهنې درياست مسوولين وايي ددغه ولايت دګيرو ولسوالۍ يوسلو شل تنه ښوونکي او دپوهنې کارکوونکي دوسله والو طالبانو له بند څخه ازاد شول .
دپوهنې دوزارت وياندې نوريې نزهت نن خبريالانو ته وويل چې دغزني ولايت دګيرو ولسوالۍ ښوونکي او دپوهنې کارکوونکي طالبانو ته دخپل معاش دپيسو له ورکولو څخه د ډډې کولو په خاطر يرغمل نيول شوي و .
دې وويل چې دغه ښوونکي او دپوهنې کارکوونکي ددغې ولسوالۍ د قومي مشرانو په منځګړيتوب دطالبانوله بند څخه ازاد شول .
ختم_ج _ اکرم