کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
دهلمند ولايت دنهرسراج په ولسوالۍ کې په واټونو کې دکارولو لپاره دبمونودجوړولو يوه کارخانه کشف او ويجاړه شوه .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونود ځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره په هلمند ولايت کې په تروريستو طالبانو پورې اړوند په واټ کې دکارولو لپاره دبمونو دجوړولو يوه کارخانه کشف او ويجاړه کړه . ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، په واټ کې دکارولو لپاره دبمونوجوړولو دغه کارخانه د هلمند ولايت دنهر سراج په ولسوالۍ کې دتروريستانو په يو پټنځي کې موقعيت لري چې تيره شپه دځانګړو امنيتي ځواکونو له خوا کشف او له منځه يوړل شوه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ