اقتصاد

د احمد شاه بابا مينې په ساحه کې دديجيتل تيلفون دمزو دغځولو کار پيل شو .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
داحمد شاه بابا مينې په ساحه او په اميد سبز ښارګوټي کې دسيم لرونکي ديجيتل  تيلفون  دشبکې کار نن دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ دوزير له خوا پرانستل شو .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت دمشرتابه هيئت او ديو شمير سيمه ئيزو مخورو په ګډون جوړه شوې وه دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير انجنير امير زي سنګين ددغې پروژې دارزښت په باب دخبرو  په ترڅ کې وويل  دسيم لرونکي ديجيتل تيلفون دشبکې  پروژه چې دتطبيق  کاريې پيليږي  په هيواد کې يوه بنسټيزه  پروژه  ده او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت په کابل  ښار او په زياترو ولايتونوکې دديجيتل تيلفونونو دشبکې دغځولو کار په ١٣٨٥ کال کې پيل کړ او داحمد شاه بابا مينې  او داميد سبز ښارګوټي په ساحه کې ددغې شبکې دغځولو کار  دافغان تيلي کام  شرکت له عوايدو څخه ددولس نيمو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پيل شو او په دوو کلونوکې بشپړيږي 
ده زياته کړه  په دې پروژه کې  دديجيتل  تيلفون څليرويشت  زره مزي په پام کې نيول شوي دي چې له دې جملې څخه پنځه زره مزي يې داميد سبز  پروژې ته بيل کړى  شوى دى چې له وروستي عصري سيستم  او تجهيزاتو څخه په ګټې اخستنې سره  دفايبر نوري له لارې فعاليت کوي 
ددغې پروژې په تطبيق سره دديتا دتبادلې ، انترنټ او دايلاپ په برخه کې   او دغه راز د دي ،اس، ال له لارې دچټک انترنت په برخه کې  زياتې اسانتياوې برابريږي .
دمخابراتو وزير وويل ددغې پروژې کار دخراسان  دساختماني شرکت  له خوا پرمخ بيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته