کابل باختر دتلي درې ويشتمه :
ټاکل شوې ده دافغانستان دفوټسال ملي ټيم نن داسيا دملتونو دجام دفوټسال ٢٠١٨ کال په مقدماتي سياليو کې دايران دفوټسال له ملي ټيم سره لوبه وکړي .
باختراژانس دفوټبال فدراسيون له خولې خبر راکړ دغه سيالۍ دافغانستان او دايران دملي ټيمونو ترمنځ دافغانستان په وخت نن شپه په اتوبجو دايران دتبريز په ورزشي لوبغالي کې ترسره کيږي .
دافغانستان ټيم په بي ګروپ کې دايران او تاجکستان د فوټسال له ټيمونوسره لوبې کوي چې د ٢٠١٨ کال داسيا دملتونو دجام لپاره بايد لومړى ، دويم اويا هم دريم مقام ترلاسه کړي .
داسيا دملتونو دجام په مقدماتي سياليو کې نهه ويشتو ټيمونو ګډون کړى دى چې له نن څخه پيل او دلړم دمياشتې تر يو ويشتمې نيټې پورې دوام لري .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دفوټسال ملي ټيم دنړۍ په رده بندى کې څلورنوي يم ځاى لري .
ختم_ سعيده _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل