امنیت

د قرقين لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

شبرغان  باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د جوزجان ولايت د قرقين ولسوالۍ لپاره  نومول شوى ولسوال له شپږو تنو نورو وسله والوکسانو سره نن سهار ووژل شو.
د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د قرقين ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي عبيدالله  نن د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شو.
خبرځاى وويل: دغه عمليات د هغو امنيتي پوستو د بېرته نيولو په موخه چې پرون د آقچې او مرديانو په ولسواليوکې د وسله والوطالبانو لاسته ورغلې وې، پيل شوي دي .
د يادونې وړ ده چې د عملياتوپه بهيرکې يوشمېروسله وال ټپيان شوي او پوځي  تجهيزات يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته