ټولنه

په سرپل کې سلو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د سلواغې  نهه ويشتمه :؛
په سرپل ولايت کې يوسلو اووه شپيته کورنيو مرسته ترلاسه کړه .
په دغو مرستو  کې خوراک او پوښاک توکي شامل دي چې بې ځايه شويوکورنيو  ته د مرستې  رسولو د دفترونو له خوا وويشل شول .
د سرپل د مهاجرينو او راستنولو چارو  ريېس عبدالاحد  د باختراژانس  خبريال ته وويل چې ،دغه کورنۍ  د ناامنيو له امله دصياد ، سوزمه قلعه او دسانچارک  له ولسواليو د سرپل مرکز ته بې ځايه شوې دي  .
  خبرځاى زياته کړه  په هرې کورنۍ سل کيلوګرامه اوړه ، اووه کيلو غوړي ، يوه اندازه وريجې ، لوبيا ، بوره او څوارلس  زره نغدي  افغانۍ ووېشل شوې.
  د سرپل د مهاجرينو او راستنولو چارو رييس وويل چې، په اوس وخت کې څه دپاسه درې زره کورنۍ د دغه ولايت له ناامنو ولسواليو څخه د سرپل مرکز ته راغلې دي  او په بد اقتصادي حالت کې دي .   ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته