فرهنګ

د ژورناليستانوعالي شورا دخبريالانو په وړاندې دتاوتريخوالي دپيښو دتعقيبولو غوښتنه وکړه

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
د افغانستان د ژورناليستانوعالي شورا د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د قضيو د تعقيبولوغوښتنه کړې ده.
د باخترآژانس دخبريال  دخبر له مخې: ددغې شورا رييس حفيظ الله بارکزي چې نن يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالارکې خبرې کولې؛ څرګنده کړه: د ژورناليستانو او خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالى، وهلو او ډبولو او وژلو د عاملانو د پيژندنې په لاره کې له دولتي مقاماتو څخه د ژورناليستانو شورا له بيابيا غوښتنو سره سره تراوسه پورې هيڅ اقدام نه دى شوى او د دغو قضيو هيڅ يو عامل ته جزا نه ده ورکړى شوې.
  بارکزي په مرکز او ولايتونوکې د خبريالانو او ژورناليستانوپه وړاندې د تاوتريخوالي مواردو ته اشاره وکړه ويې ويل: که اړونده بنسټونه د دغه راز قضيو دعاملانو د پيژندنې او مجازاتو په لاره کې اقدام ونه کړي؛ د خبريالانو او هغوکسانو په وړاندې به د تاوتريخوالي پيښې زياتې شي چې له رسنيو سره کار کوي او په هيوادکې به د بيان آزادۍ زيانمنه شي.
په دې ترڅ کې دغې شورا د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې په دغه رازقضيوکې بې پلوه پاتې نه شي او خپل د مطبوعاتو دکارکوونکو او د بيان د آزادۍ په وړاندې مسووليت او مکلفيت سرته ورسوي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکارجلال نوراني چې په دې غونډه کې حاضر و؛ وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ژورناليستانو اوخبريالانو په تېره بيا دهغوخبريالانودحقوقوددفاع لپاره چې تاوتريخوالى ورسره شوى وي؛ لازمه اقدامات کړي او له عدلي اوقضايي ارګانونوسره يې اړيکې نيولې او د زياترو قضيو په حل کولو بريالى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته