نړۍ

شمالي کوريا له جنوبي کوريا سره په پوله کې پوځي کمپ جوړوي

 پيونګ يانگ   يون هاپ باختر د غبرګولي دمياشتې  ٦ :
دجنوبي کوريا خبري آژانس  يون هاپ پرون اعلام وکړ چې دشمالي کوريا حکومت له  جنوبي کوريا سره په سرحدي سيمه کې دپوځي کمپ او سنګرونو دجوړولو په  حال کې دى .
دجنوبي کوريا ددفاع وزارت وياند  کيم مين سوک وويل   چې پيونګ يانګ له نړيوالو مقرراتو سره  په سرغړونې سره   کمپونه جوړ کړل. او دژيړ سمندرګي په سمندري پوله کې  په ګال ټاپو کې  ترځمکې لاندې دپنځو سنګرونو او د پوځي استحکاماتو دجوړولو په  حال کې دى.
ده په دغو  پوځي استحکاماتو کې ديوسلو دوه ويشت ملي متري  توغنديو دځاى پرځاى کولو لپاره دشمالي کوريا دتصميم خبر ورکړ  او زياته يې کړه چې دسيول څيړنې ددې څرګندوى دي چې آن   له جنوبي کوريا سره دپولې  په پنځه اعشاريه څلور کيلومترۍ واټن کې په همدې ټاپو کې دساتنې پوستې جوړې کړي دي .
ددغه خبر له مخې دجنوبي کوريا داردو يوه افسر اعلام وکړ چې   ددغه هېواد اردو  دشمالي کوريا له پوځي ګواښ سره دمقابلې اوپه تيره بيا د ١٢٢ملي متري توغنديو له خطرونو سره  دمقابلې لپاره د  ژيړ سمندرګي په ټاپوګانو کې داسپايک توغنديو ضد سيستم  جوړ کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته