ښوونه او روزنه

شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه افغان ماشومان په ښوونځي لاسرسي نه لري

کابلباختر دجوزا١٩
په افغانستان کې شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه ماشومان په زده کړې لاسرسي نه لري.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د کار اوټولنيزو چارو په وزارت پورې اړوندو خبرځايونو اعلام کړى دى چې شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه افغان ماشومان په زده کړې لاسرسي نه لري او په شاقه کارونو بوخت دي.
د افغان ماشومانو ستونزې يواځې په شاقه کارونو نه خلاصه کيږي.
په ١٣٩١ لمريز کال کې څه نا څه درې سوه اته ديرش تنه ماشومان په پوځي نښتو کې وژل شوي دي؛ سربېره پردې سل زره تنه نور ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي.
په اوسنې ټولنه کې ماشومان له جدي ستونزو سره مخامخ دي او هغه  مهم عوامل چې ماشومان يې له بد حالت سره لاس او ګريوان دي؛ دکورنۍ بيوزلۍ لوړه کچه ، بيسوادي، بې ثباتي او په هيواد کې دڅولسيزو جګړو منفي اغيزې دي.
په وروستيو څو کلونوکې په بيلا بيلو برخو کې د دولت له زياتو برياليتوبونو سره سره، اوس هم شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه ماشومان دجدي اقتصادي ،ټولنيزو او امنيتي ستونزو له امله ښوونځي ته لاسرسي نه لري او اوس هم زموږ يوشميرهيواد وال دسواد له نعمت څخه بې برخې دي او هم په افغا نستان کې ښوونځي سوځول کيږي او زده کوونکي او ښوونکي د وسله والو ډلو افرادو له خوا ګواښل کيږي او هغه ماشو مان چې تر او سه پورې دخپل ماشومتوب له فکر اوخيال څخه نه دي وتلي؛ دشاقه کارونو بولو ته اړ ايستل کيږي.
دولت تر اوسه پورې د ماشو مانو پرخلاف د تا وتريخوالى د کمښت او بيوزلۍ او بې سرپرستو ماشومانو ته د آرامه ژوندانه د برابرولو لپاره کوم کار نه دى کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته