امنیت

دميدان وردګو په ولايت کې دښاري نظافت کمپاين ترسره شو .

کابل باختر د ليندى  اوولسمه :
دميدان وردګو په ولايت کې دښاري نظافت کمپاين ترسره شو .
دميدان وردګو ولايت سرپرست عبدالمجيد خوږياڼى د باختراژانس  خبريال ته وويل : دغه کمپاين  پرون ددولتي ادارو دڅه دپاسه  درې سوه  تنو مسوولينو ، دمدني ټولنې  دفعالانو  او ددغه ولايت دخلکو په ګډون ترسره شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه کمپاين  به په مياشت کې يوځل  دميدان وردګو ولايت په مرکز  او اړوندو ولسواليو  کې ترسره شي ځکه  زموږ ښار زموږ کور دى .
  که چيرې  موږ خپل ښار اوکورونه ساتو پردي هغه نه ساتي .
خوږياڼى  ددغه کمپاين په بهير کې  ددغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې په هر ځاى کې دکثافاتو له اچولو څخه ډډه وکړي او دغه دود په يو فرهنګ بدل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته