خبرونهامنیت

په ننګرهار کې په چاڼيزو عملیاتو کې وسلې ترلاسه شوې دي

– کابل ، د غوايي ۹ مه ، باختر

د ننګرهار د استخباراتو ریاست وايي چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې یې چاڼيز عملیات ترسره کړي دي.

د ننګرهار له استخباراتو ریاست څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات په کوز کونړ، هسکې مېنې، دره نور، پچیر آګام، سرخرود او مهمند درې ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې، په ترسره شویو عملیاتو کې اتلس لاسي بمونه، یوولس د هاوان ګولۍ، دولس د راکټ ګولۍ، یو ام شپاړس وسله، پنځلس کلاشینکوفونه، نهه تومانچې او ۱۵۰ بورۍ کیمیاوي سره ترلاسه شوي او یو تن هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ګډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات ترلاسه شوي وو.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته