کابل باختر دوري دمياشتې ١٧ نيټه :
په نيمروز ولايت کې د پوليو واکسين د پسرلني پړاو لومړۍ دوره پيل شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ د دغه کمپاين د پرانستلوپه مراسمو کې د نيمروز والي محمدسميع وويل ؛ چې د پوليو د واکسين تطبيق د ماشومانو د سلامتيا لپاره ګتور دي او په ماشومانو د هغه تطبيق مهم او حياتي کاردى.
ده له خلکو څخه وغوښتل چې په خپلو ماشومانو دپوليسو واکسين تطبيق کړي.
د نيمروز والي وويل چې امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې د دغه ولايت په ګوت ګوټ کې د واکسين دګرځنده ټيمونو امنيت تامين کړي او له ديني عالمانو څخه يې وغوښتل چې خلک د ګوزڼ ( پوليو) له خطرونو څخه خبر کړي.
ټاکل شوې ده په دې دوره کې له پنځه کلنۍ څخه ښکته په سلو زرو تنو ماشومانو د پوليو واکسين تطبيق شي.
0 1 دقیقه لوستل