ټولنه

ښځو ته درې سوه کورني باغچې جوړيږي

کابل باختر د غبرګولي لومړى :
په جوزجان ولايت کې د کروندګرو ميرمنو د اقتصادي حالت د ښه والي په مقصد درې سوه کورني کوچني بڼونه جوړيږي .
د جوزجان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد رحمان ارغنديوال  باخترآژانس ته وويل چې دغه کوچني بڼونه کروندګرو او اړو ميرمنو ته د کرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه په پام کې نيول شوي دي .
ده وويل چې په لومړي ګام کې دغه باغچې د آقچې او خواجه دوکو د ولسواليو او د شبرغان ښار د کروندګرو ښځو لپاره جوړيږي او په هغو د اړتيا وړ وسايلو او د سبو د تخمونو ويشل پيل شوي دي .
ده زياته کړه: تر اوسه پورې د مرکز او د خواجه دوکو ولسوالۍ شپيتو ميرمنو دغه وسايل او تخمونه ترلاسه کړي دي .
ويل کيږي په هرې کروندګرې ميرمنې اته قلمه زراعتي وسايل او د څلور ډوله سبو تخمونه ويشل شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته