
کابل، د وري ۱۵مه، باختر
د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو ۱۵۰۰ کسانو درملنه شوې او له خپلو کورنيو سره یو ځای شوي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري نن په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو له ۵۰ بستریز رغتون څخه ۲۵ روږدو کسانو د رخصتولو په غونډه کې وویل، چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۱۸ زره کسان په نشه یې توکو روږدي دي، چې د درملنې لپاره یې هڅې روانې دي.
نظري زياته کړه، چې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس په غزني کې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور پر وړاندي جدي مبارزه پیل شوې ده.
نوموړي د يادو ۲۵ کسانو له کورنیو څخه وغوښتل، چې د خپلو روغ شويو ناروغانو ساتنې ته تر یوه کاله پاملرنه وکړي، څو بیا په نشه يي توکو روږدي نه شي.
لمر/آریا