امنیت

څوارلس تنه بنديان په پروان کې له بند څخه آزاد شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
څوارلس تنه بنديان نن د پروان ولايت له جيل څخه آزاد شول .
د پروان ولايت د جيل مدير دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بنديان د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمدمصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس له فرمان سره سم د موظف هيئت له خوا د دوى د دوسيو له څيړنې وروسته له بند څخه آزاد شول.
ويل کيږي چې همدا اوس ٥٣٠ تنه په بېلابېلو جرمونو د چاريکارو ښار په جيل کې شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته