امنیت

د امنیتي ځواکونو سرښندنې ولسونه راتلونکي ته هیله من کوي

 کابل / د وږي ٤ مه / باختر
د لوګر والي محمد اجمل شاه پور د ملي اردو د ځانکړو ځواکونو د فرقې له قوماندان ډګر جنرال محمد فرید احمدي سره په کتنه کې وویل چې د امنیتي ځواکونو سرښندنې ولسونه راتلونکي ته هیله من کوي.
هغه زیاته کړه: زموږ ملکي او نظامي ادارې د یوې ښې همغږۍ په چوکاټ کې هڅه کوي چې د ولسونو لپاره ډاډمن امنیت تامین کړي او د دوی باور لا پیاوړی کړي.
شاه پور وویل: لوګر کابل ته نږدې پروت ولایت دی چې تل د دولت ضد وسله وال کوښښ کوي چې د خلکو ژوند ته ګواښ جوړ کړي، خو زموږ ملي امنیتي ځواکونو په وروستیو لاسته راوړنو کې دا وښودله چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې ولس ته زیان ورسوي.
په همدې حال کې د ملي اردو د ځانکړو ځواکونو د فرقې قوماندان ډګر جنرال محمد فرید احمدي وویل چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول د ځانکړو ځواکونو فرقې منسوبینو شپه او ورځ پرځان یو کړې چې د هېواد دښمنان د خلکو عزت او د هېواد پرمختګ ته زیان و نه رسوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته