سیاست

جمهوررئیس غني: هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتا ده او ملت یې نه مني

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۳مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د ولسي جرګې نویو استازو سره تعارفي کتنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ خبرې وکړې ويې ویل، له یادو استازو سره مې په متعددو کتنو کې بیاموندله چې ټول د ملي موخو لپاره د کار هوډ لري او په ملي شوراکې د یوه نوي باب د پرانیستو غوښتوونکي دي.
وروسته عبدالقادر قلاتوال، ډاکټرې خدیجې الهام، ګلرحمان همدرد، انجنیر میر حیدر افضلي، شفیقې سخا یولچي، ملالۍ اسحاقزۍ، نیکبخت فهیمي، انجنیر هلمند هلمند، همایون شهیدزاده، استاد حنیف، استاد الفتي او عبدالشکور واقف حکیمي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی د جمهوررئیس له خوا د ولسي جرګې د پرانیستلو او د کابل، میدان وردګ او د کوچیانو حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د اعلام غوښتوونکي شول او ويې ویل، د ۱۷ دورې  د وکیلانو نسلي بدلون یوه ځانګړنه ده.
دوی د دولت د درې ګونو قواو ترمنځ د همکارۍ او د نظر د یووالي غوښتوونکي شول او د حکومت د برنامو په ځانګړي ډول د سولې او اقتصادي سیاست په برخه کې د جمهوررئیس د برنامو ملاتړ وکړ.
یادو وکیلانو د ولسواکۍ او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل، دوی د ټولنې له منځ څخه دي او د ټول ملت استازیتوب کوي.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او دوی ته یې د مبارکۍ او ښه راغلاست ترڅنګ وویل، شپږ میاشتې د داسې یوې ورځې په انتظار وم او نن د دولت او افغان ملت جسم تکمیل شو.
جمهوررئیس د دې ټکي په بیانولو سره چې د دولت درې ګونو قواو ته به دواړو سترګو په مساوي ډول ګورم، وویل: دا د کار پیل دی او له تاسې سره به دوامداره ملاقاتونه ولرم، ځکه په ملي مسایلو کې ستاسې مشورې مهمې او حیاتي دي.
جمهوررئیس زیاته کړه: زه چمتو یم په راتلوونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانيزم. هغه یادو وکیلانو ته په خطاب کې وویل، تاسې د ولسواکۍ شریکان یاست او موږ او تاسې په تقابل کې نه یوو، بلکې ملت ته د دولت د حساب ورکولو، د قانون د حاکمیت بېلګه او د ولسواکۍ او اساسي قانون پر بنسټ د ثبات د ټینګښت شریکان یوو.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: د ملت تالار باید د کشکمش پر میدان بدل نشي، هره ستونزه چې لرو باید په ګډه یې د حل هڅه وکړو. د اجرائیه او مقننه قوې ترمنځ احترام لازم دی او د لوبې اصول او قواعد باید تعیین کړو.
جمهوررئیس څرګنده کړه، سوله، د سولې مشورتي لویه جرګه او د جمهوري ریاست ټاکنې درې مهمې موضوعګانې دي او د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې د غړو فعال حضور مهم دی.
د هېواد جمهوررئیس وویل، هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتاه ده چې ملت یې نه مني. هغه زیاته کړه دا تاریخي پړاو فرصتونه او ګواښونه لري چې فرصتونه یې تر ګواښونو زیات دي، په دې شرط چې ملي وحدت، د درې ګونو قواو اتفاق او ملي ګټې تعریف او له هغې په مېړانه دفاع وکړو.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، ډاډه یم چې د هېواد د درې ګونو قواو د درېیم رکن په بشپړولو سره به د خلکو غږ د ملت او د شریکانو او د ټولې نړۍ خلکو ته ورسېږي.#
پاى-سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته