(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنه

په غزني کې د باباجي تاریخي جومات د بیارغونې سروې ترسره شوه

کابل، د وږي ۶ مه، باختر

د آغاخان فرهنګي بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات د بیارغونې سروې ترسره کړه.

غزني ته د آغاخان فرهنګي بنسټ د پلاوي مشر انجینر فضل کریم احمدي د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاد بنسټ غواړي سږ کال د باباجي تاریخي جومات د بیا رغونې لپاره لومړني استحکام بندي ترسره کړي، تر څو د اساسي رغونې مودې لپاره یې د نړېدو مخنیوی وشي.

نوموړي زیاتوي چې د دوی پلاوی همداشان د دغه تاریخي جومات سروې، برآورد او اسناد سازي کوي، تر څو په راتلوونکي کال کې د یاد جومات د اساسي رغوني لپاره د یاد بنسټ له لوري کړني ترسره شي.

په ورته وخت کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملاحمیدالله نثار د آغاخان فرهنګي بنسټ له یادي کړنې هرکلی کوي او وایي چې باباجي تاریخي جومات، اوږده تاریخي مخینه لري او د یاد جومات اساسي رغول مهم ګڼي.

په غزني کې د فرهنګپالو په وینا باباجي تاریخي جومات په دغه ولایت کې د مسلمانانو لومړنی جومات یادېږي او داسي ویل کېږي چې دغه جومات د صحابه کرامو په وخت کې جوړ شوی دی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا