ټولنه

د پل علم ښار فرعې لارې په اساسي ډول رغول کېږي

پل علم باختر د لړم ۱۵ مه
د ۹،۵ مېلیونو افغانیو په لګښت د لوګر ولایت د ښاروالۍ ریاست د انکشافي بودجې له خوا د پل علم ښار اړوند د هوني سفلا کلي کوڅې، سړکونه او پلې لارې په اساسي ډول رغول کېږي.
د پل علم  ښاروال نصیر احمد للیزي باختر آژانس ته وویل چې په دغو پروژوکې ٧ زره ۷۶۷ متره مکعب کړيړ اچونه، ۱۲۰۰ متره مکعب تیږه اېښودنه او ۱۳۹۶ متره مربع پلې لارې شاملې دي .
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ښاروالۍ ریاست له خوا د یو پارک او څلورلارې د بنسټ ډبرې کېښودل شوې وې چې اوس یې د جوړېدو چارې روانې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته